ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال پروان ته سفر وکړ

کورنیو چارو وزارت وایي، چې د دې وزارت ستر امنیتي مرستیال ستر پاسوال ملا محمد ابراهیم صدر د یوه پلاوي په مشرۍ پروان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د محلي مسوولینو، علمای کرامو او قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې، د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري ستر امنیتي مرستیال او مل پلاوي ته یې د ښه راغلاست تر څنګ، د اسلامي نظام په راتګ او ساتلو کې یې د مجاهدینو د قربانیو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دغه سپېڅلي اسلامي نظام په ساتلو کې باید لاسونه یو بل ته سره ورکړو.

 وروسته ښاغلي صدر په خپلو خبرو کې، د اوامرو په اطاعت، د امنیتي ځواکونو تر منځ پر همغږۍ، د نشه یي توکو سره جدي مبارزه، د یونیفورم پر استفادې، له قومي او ژبني تعصب څخه ځان ساتلو او د لیاقت پر اساس پر مقرریو باندې ټینګار وکړ.

په پای کې یاد پلاوي د امنیه قومندانۍ له بېلابېلو برخو او شعباتو لیدنه وکړه او د دوی کړنې یې له نېږدې و ارزولې.