د عامې روغتیا وزارت تخنیکي ټیم هند ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد په پلازمېنې نوي ډهلي کې له جامعه همدرد علمي او تحصیلي بنسټ څخه لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د جامعه همدرد علمي او تحصیلي بنسټ مسولینو او استادانو د افغان تخنیکي ټیم تود هرکلی کړی او د یاد بنسټ د علمي، څېړنیزو او طبي فعالیتونو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړي او د دواړو لوریو ترمنځ د دودیز طب په برخه کې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.
بل لور د یاد بنسټ د مشرتابه له لوري ژمنه شوې، چې د دودیز طب برخه کې به ګډې څېړنې ترسره کېږي، د همدرد لابراتوارونو له لارې به د درملیزو محصولاتو معیاري ارزونې کېږي، علمي تجربې او معلومات به شریک کېږي او افغان ډاکټرانو ته به د بورسونو او مسلکي روزنیزو پروګرامونو زمینه هم برابره کړي.
همدارنګه، دواړو لوریو دغه ډول علمي او تحصیلي همکاري د عامې روغتیا پیاوړتیا، د دودیز طب معیاري کېدو او د ساینسي بنسټونو د پراختیا لپاره مهمه بللې او ژمنه یې څرګند کړې، چې دا اړیکې به په دوامدار او اغېزمن ډول لا پراخه کړي.

