ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د راستنېدونکو لپاره د مرستو پر راجلبولو ټینګار وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزیر، شیخ شیراحمد حقاني، په مشرۍ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د اطلاعاتو او عامه پوهاوي د کمېټې ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ، کډوالو او راستنېدونکو او د ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو، د رسنیو مرکز او امنیتي ادارو استازو ګډون کړی و.

د ناستې پر مهال، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي پلاوي د کارونو  له ارزونې سربېره، د کمېټې د غړو له لوري په هېواد کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د فعاله پنډغالو او خدمتونو په اړه معلومات وړاندې شول.

د یاد پلاوي د غړيو په وینا، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره په پلازمېنه کابل کې هم پنډغالی جوړ شوی، چې د ټاکل شويو کمېټو له لوري ورته خدمتونه وړاندې کېږي. همداراز، د فعالیتونو د ښه تنظیم او ارشیف لپاره نوی ډیټابېس هم جوړ شوی دی.

ورته مهال، د اطلاعاتو او کلتور وزیر د فعالیتونو د ارزونې لپاره د همغږۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي حقاني وویل، چې د عامه پوهاوي له لارې دې خیریه بنسټونه او ادارې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو سره مرستو ته وهڅول شي، او همداراز دې ولس او مسولين په غوره ډول د کډوالو او بېرته راستنېدونکو هېوادوالو خدمت ته وهڅول شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو شته امکاناتو په کارولو سره په رښتیني ډول د کډوالو خدمت او چوپړ کوي.