د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد ایران ته د سفر په ترڅ کې د خوړو، درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیمي چارو د لا ښهوالي، د درملیزو محصولاتو د تولید او توریدي بهیر د سمون په موخه د مخکیني لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، یو عملي تطبیقي پلان ترتیب او لاسلیک کړ.
په یاد تطبیقي پلان کې د ایراني کمپنیو او اړوندو اقلامو د ثبت او ارزونې پروسې د معیاري چټکتیا، د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو د توریدي چارو لا ښه تنظیم، د درملو او روغتیایي محصولاتو د قاچاق پر وړاندې ګډه مبارزه، د ایراني کمپنیو له لوري په افغانستان کې پانګونه، بېلابېلو برخو کې ظرفیت لوړونه، د تنظیمي چارو ډیجیټلایز کول او د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي محصولاتو د کیفیت کنټرول او د لابراتوارونو ترمنځ تخنیکي همکارۍ شاملې دي.
د افغانستان او ایران ترمنځ یاده هوکړه په ۱۴۰۲ کال کې لاسلیک شوې وه

