د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال او د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي پروان ولایت ته سفر کړی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیالانو د دې سفر موخه د دې ولایت فرهنګي حالت څیړل، دغه ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت لازیاتو فعالیتونو ترسره کول او د یاد ولایت د فرهنګي او لرغونو ځایونو ساتنه او ورته پاملرنه یاده کړې.
دوی د پروان له سیمهییزو مسوولینو سره لیدنه کې ویلي، د فرهنګي فعالیتونو پراختیا، د لرغونو او سیاحتي ځایونو ساتنه او نظارت د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې هر ډول همکارۍ او ملاتړ ته چمتو دي.
بل لور ته د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري د یاد ولایت تاریخي، کلتوري او تمدني ارزښتونو ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مشرتابه د پاملرنې څخه مننه وکړه.

