ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال ستر پاسوال ملا محمد ابراهیم صدر ننګرهار ولایت ته سفر کړی.

ښاغلي صدر د یوې غونډې پرمهال له مسولینو، علماوو او ولس سره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله فرامین، حکمونه او لارښوونې شریکې کړې او د نشه‌یي توکو او تعصب مخنیوي، د رسمي نظامي یونیفورم کارولو، له ولس سره غوره اړیکو ساتلو او د اداري اصولو په عملي کولو یې ټینګار وکړ.

ښاغلي صدر دغه راز د ولس د همکارۍ او قربانیو ستاینه وکړه او مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې د ولس ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

ورته مهال، د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی د ولایت د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ او څرګنده یې کړه چې په ننګرهار کې بشپړ امن او ثبات ټینګ دی، جنايي جرمونه کم شوي او د ادارو ترمنځ همغږي او همکاري موجوده ده.