د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د یوې خبرې ناستې پرمهال هند ته سفر د روغتیا برخه کې د یاد هېواد او افغانستان ترمنځ د نوي باب د پراختیا په معنا بللی.
د عامې روغتیا وزیر وویل، هند ته یې سفر د روغتیا برخه کې د لاستهراوړنو ډک و.
مولوي نورجلال جلالي زیاته کړه، چې د هند د روغتیا له مسوولینو سره په ترسره شویو لیدنو کې د روغتیا په سکتور کې پر پانګونې، د معیاري درملو پر وارداتو او د سنتي طب په برخه کې پر همکاریو خبرې شوې دي.
د هېواد د عامې روغتیا وزیر دغه راز وویل،د هند د روغتیا وزیر جګت پراکاش ندا ژمنه وکړه ،چې هېواد یې هڅه کوي افغانستان د روغتیا په برخه کې پر ځان بسیا هېواد وګرځوي
د ښاغلي جلالي په وینا، د هېواد د روغتیايي سکتور پیاوړتیا، افغان ډاکټرانو ته د ویزو برابرول، له افغانستان سره د روغتیايي تجهیزاتو او بېلابېلو واکسینونو مرسته او افغانانو ته د ویزو د صادرولو په برخه کې د اسانتیاوو برابرول هغه ژمنې دي چې په دې لیدنه کې وشوې.
په دې خبرې ناسته کې مولوي نورجلال جلالي دغه راز وویل، چې د هند روغتیایي مسوولینو د روغتیايي مرستو برخه کې مهمې ژمنې وکړې.
د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د بېلابېلو واکسینونو مرسته، د ۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره د رادیوټراپي ماشین مرسته، د ۱ میلیون ډالرو په ارزښت د سرطاني ناروغیو د درملنې درملو مرسته، د ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت د سيټيسکن ماشین مرسته، د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د هېواد په یوه روغتون کې د تالاسیمیا د مرکز جوړول، د افغان ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو لپاره د پروګرامونو برابرول، د هېواد د روغتیا په سکتور کې پانګونه، او په کابل کې د سنتي طب د انسټیټوت او څېړنیز مرکز جوړول هغه ژمنې دي چې شوې دي.

