د هرات ولایت د سیاحتي شرکتونو ټولنې رییس محمد فاریابي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرتالله جمال سره د سیاحتي شرکتونو د چارو لا ښه تنظیم، انسجام او پرمختګ په موخه وکتل.
په دې کتنه کې د سیاحتي شرکتونو د اصنافو په درجه بندۍ، د جوازونو صادرولو، تمدید او تجدید بهیر د ساده، معیاري او چټک کولو او د قانوني فعالیتونو پر ملاتړ او له غیرې قانوني شرکتونو سره په جدي او قانوني چلند ټینګار شوی دی.
ښاغلي جمال له سیاحتي شرکتونو سره هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی سکتور پیاوړتیا خپل مسولیت بولي.

