د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د افغانستان لپاره د ایران له سفیر عليرضا بېکدلي سره په لیدنه کې، پر دوهاړخیزو کاري همکاریو، ایران ته د افغان کارګرانو پر قانوني لېږد، د کاري ځواک پر ښه تنظیم، د ګډو همکاریو پر پراختیا او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د وضعیت پر ارزونې خبرې وکړې.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د افغان مهاجرینو لپاره د قانوني کاري جوازونو د ورکړې په بهیر کې باید اسانتیاوې رامنځته شي او همدارنګه په افغانستان کې د فني او حرفوي زدهکړو پروګرامونه له کمي او کیفي پلوه پراخ شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې په همغږۍ سره ګډ تخنیکي او حرفوي روزنیز پروګرامونه پلي شي او په ایران کې دې د افغان کارګرانو بشري او کاري حقونه تضمین شي، چې پکې عادلانه مزد، خوندي او مصوون کاري چاپېریال او د کاري اختلافاتو د حل لپاره د ګډ کمېسیون جوړول شامل دي، څو د مېشتو او نويو تلونکو افغان کارګرانو ستونزې په اغېزمن ډول حل شي.
ملا عبدالمنان عمري همدارنګه وویل، چې اسلامي امارت غواړي له ایران سره د مسلکي او ماهرو کارګرانو د منظم، قانوني او ګټور لېږد، په یاد هېواد کې د هغوی د حقونو د خوندي کولو او د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې ګډ تفاهم ته ورسېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کاري ځواک تبادله وشي.
ورته مهال، د ایران سفیر په دې لیدنه کې وویل، چې ایران چمتو دی د افغان کډوالو د منظم انتقال او ټولنیز ملاتړ په برخه کې د ګډو پروژو د پلي کولو له لارې له افغانستان سره همکاري وکړي.
نوموړي همد راز ټینګار وکړ، چې له افغانستان سره همکاري نه یوازې یو انساني مسؤلیت دی، بلکې د سیمې د ثبات لپاره هم اړینه ده.
دښاغلي بېکدلي په وینا، ایران له افغانستان سره د کاري ځواک تبادلې ته لیواله دی او هڅه کوي، چې افغان ماهر کارګرانو ته د ایران په کاري بازار کې او ایراني ماهرو کارګرانو ته د افغانستان په کاري بازار کې د فعالیت زمینه برابره شي.
د ایران سفیر دغه راز له افغانستان سره د ایران د دوامدارو همکاریو ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي، کلتوري او دیني اړیکې باید لا پراخې شي.
دواړو لوریو ژمنه وکړه، چې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د کاري بازار د پراختیا، د فني او حرفوي زدهکړو د پیاوړتیا او د کډوالو د چارو د تنظیم په برخه کې به ګډو همکاریو ته دوام ورکړي.
د یادې لیدنې په پای کې، د ایران سفیر د کار او ټولنیزو چارو وزیر ته ایران ته د رسمي سفر بلنه ورکړه، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کاري همکاریو د پراختیا لارې چارې لا زیاتې وڅېړل شي.

