د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د افغانستان لپاره د قزاقستان له سفیر ګازیز اکباسوف سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او بشري همکاریو د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.
ملا محمد یوسف وفا ویلي، چې افغانستان له نږدې څلورو لسیزو جګړو وروسته د بیا رغونې او اقتصادي ودې نوې مرحلې ته داخل شوی او اسلامي امارت هڅه کوي، چې له سیمې او نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې پراخې کړي.
دغهراز نوموړي د قزاقستان له لوري د پانګونې او بشري همکاریو د پراختیا هرکلی کړی او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د پیاوړتیا مهم ګام بللی دی.
همدارنګه د قزاقستان سفیر ګازیز اکباسوف ویلي، چې هېواد یې چمتو دی په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه یو معیاري ۲۰۰ بستريز روغتون جوړېدو سربېره يو شمېر معیاري ښوونځي هم جوړ کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا پروژې به د افغانانو د روغتیايي او علمي ستونزو د کمښت تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشردوستانه همکاریو نوی فصل پرانیزي.

