د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د ولسواليو په کچه د اسلامي اخوت او خلکو ستونزو د اورېدو تر سرليک لاندې جوړيدونکو غونډو په ترڅ کې د پلازمېنې کابل په سروبي ولسوالي مرکز اوزبين، د فارياب ولايت په اندخوی او شيرين تګاب، د بادغيس په قلعه نو، د پروان په شيخ علي او سالنګ ولسوالي او د بلخ ولايت په مارمل ولسوالي کې له ولسي خلکو، علماوو او قومي مشرانو سره په بېلا بېلو وختونو کې لويې ولسي غونډې ترسره شوې.
د دغو غونډو پر مهال مسولينو د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله هغه فرمان ولوست، چې د سيمه ييزو ناوړه دودونو او رواجونو د مخنيوي په اړه صادر شوی دی.
دوی له خلکو وغوښتل، چې د ياد فرمان د عملي کولو په برخه کې خپل مسوليت ادا کړي او د اسلامي اصولو په پلي کولو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
مسولينو همداراز ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د هرې لويې او وړې ستونزې د حل لپاره يې شپه او ورځ هڅې کوي او دا خپل ايماني، اسلامي او هېوادنی مسوليت ګڼي.
قومي مشرانو د غونډو پر مهال په خپلو ويناوو کې د اوسني نظام له خدمتونو مننه وکړه او ياد نظام يې د هېواد د ثبات، امنيت او ولسونو د خونديتوب لپاره مهم وباله.
دوی له مسولينو مننه وکړه، چې د ولس غږ ته غوږ نيسي او د خلکو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.

