د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د هرات ولایت په صنعتي پارکونو کې د پامیر المونیمي قطیو تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، دا په افغانستان کې د المونیمي قطیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیونه ډالر پانګونه پکې کېږي.
د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې، دغه شرکت په ۱۶ جریبه ځمکه جوړېږي او یو زر او۷۰۰ هېوادوالو ته به کاري فرصتونه برابر کړي.

