ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په هرات کې د برېښنا د نهو مهمو پروژو د پيل او ګټې اخيستنې مراسم ترسره شول

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات ولایت کې د ۳.۹۸ میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا نهو لویو پروژو څخه د څلورو د چارو د پيل پرانېستې او د پینځو نورو د ګټې اخيستنې مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال دغه پروژې د افغانستان د صنعتي او اقتصادي ودې لپاره مهمې وبللې او وې ویل، د یادو پروژو پر مټ به د هرات ولایت ټولو صنعتي پارکونو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره، سوداګریز مرکزونه، کلیوالي سیمې او استوګنیز مرکزونه به له برېښنا برخمن او په کور دننه به د باثباته برېښنا خاوندان شو.

ملا عبدالغني برادر اخوند همدا ډول ټولو هغو پانګوالو ته چې د سړو خونو جوړولو په برخه کې پانګونه کوي زېری ورکړ، چې له یوې خوا به ورته پینځه کلن مالیات معاف کړي او په ورته وخت کې به د افغانستان برېښنا شرکت په هر ډول حالاتو کې دوی ته دایمي برېښنا هم ورسوي.

دغه‌راز نوموړي له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل، چې له دې فرصت څخه استفاده وکړي.

د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال همدارنګه له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې له افغانستان سره د محدودونکو سیاستونو پر ځای تعاملي سیاستونه غوره او د دغه هېواد ننني امنیتي ثبات ته د یو مهم فرصت په سترګه وګوري.

نوموړي زیاته کړه، نړیوال دې له اسلامي امارت څخه پر ارزښتونو د تعامل کولو تمې نه کوي.

ښاغلي برادر وويل، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره متوازن سیاست غوره کړی او ټول تمرکز یې د افغانستان پر اقتصادي وده، امنیتي ثبات او غوره حکومتولۍ دی.

په پای کې ملا عبدالغني برادر اخوند د قراردادي شرکتونو له مسولینو او تخنیکي ټیمونو څخه وغوښتل، چې د نویو پیل شویو پروژو چارې په پوره کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې کړي.

د یادونې وړ ده، چې له ترکمنستان څخه د ۱۳۰ کیلومټرو په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلو ولټ لین غځول او په کرُخ، پښتون زرغون، اوبې او چشت شریف ولسوالیو کې د څلورو سب‌ سټېشنونو جوړول هغه پروژې دي، چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادو پروژو له لارې ۴۰ زره کورنیو ته برېښنا رسول کېږي او همدارنګه په نویو پيل شويو پروژو کې د پُل هاشمي سب‌ سټېشن جوړول، د ۲۴ حوت شهیدانو سب‌ سټېشن پراختیا، د نورالجهاد سب‌ سټېشن د بې لین ایجاد او همداراز د پُل هاشمي، نورالجهاد او د ۲۴ حوت شهیدانو سب‌ سټېشنونو ترمنځ د برېښنا انتقالي لین غځول شامل دي.