د افغاني سرې میاشتې ټولنې لوی رییس شیخ شهابالدین دلاور لوګر ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې له پاکستان څخه هېواد ته د راستنو شویو ۱۳۰۰ کډوالو او کورنیو سره د نغدي مرستو د وېش په موخه په جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ.
په یادو مراسمو کې شیخ شهابالدین دلاور وویل، اسلامي امارت د وروستیو راستنو شویو کورنیو ملاتړ ته ژمن دی او زیاته یې کړه، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د کابینې غړو ته سپارښتنه کړې، څو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کډوالو د استوګنې لپاره ځمکې ځانګړې او ښارګوټي پرې جوړ کړي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو له مخې، د دغو مرستو ټولیز ارزښت ۲۲ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانۍ دی، چې له مخې یې د هرې راستنې شوې کورنۍ استازي ته ۱۷ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د نغدي مرستو دا لړۍ د سرې میاشتې د نړیوالې ټولنې په مالي ملاتړ په لوګر او غزني ولایتونو کې پر زرګونو کډوالو او راستنو شویو کورنیو پیل شوې، چې موخه یې د هغوی لاسنیوی او د شته ستونزو کمول ښودل شوي دي.

