ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۱۴۴۷/۷/۵هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱۰/۵هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۲۱کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۶تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۳۲۳مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۶۹۸تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۷۹کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲۶تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۴۹کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۹۴تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۴۸۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۹کورنیو سره ټولې۶۴۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۷۸۰خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۶۴عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۳۸۶کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۲۱۵۶تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۶۶۹کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸۶۸تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته درې میلیونه، ۱۰۲ زره او۴۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۳۳کورنیو سره ټولې پینځه میلیونه او ۳۸۶ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۴۹۸عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.  

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هلمند

بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې ۶کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۱تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 د هلمند له بهرامچې څخه ۳۹کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۸تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته ۵۰ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۰کورنیو سره ټولې۲۶۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۲۱۸‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۷۲تنه و، مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۹۴ زره او ۸۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شـــــوي کډوال:                ۵۰۱کورنۍ او ۲۷۳۰وګړي

لېږدول شـوي کډوال:               ۹۷۵کورنۍ او ۵۵۷۲وګړي

مرسته شوي کډوال:                ۷۴۲کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:         ۵۶۲عــــدده