کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري د ایران له سفیر ښاغلي علي رضا بیکدلي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا، د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا د بېلابېلو برخو په ځانګړي توګه د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
د ایران سفیر په افغانستان کې بشپړ امنیت او بډایه کاني زېرمې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره یوه ښه فرصت بللی او دغه راز یې د اوسپنې او نفتو کانونو په برخه کې د ایراني شرکتونو د پانګونې د لېوالتیا په اړه خبرې کړې دي.
د کانونو او پټرولیم وزیر د ایراني شرکتونو له لوري د کانونو په برخه کې د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی او د اړینو همکاریو ژمنه یې ورسره کړې ده.

