د عامې روغتیا وزارت مسولین وایي، تېره ورځ د هند له لوري شپږ مجهز امبولانسونه په رسمي ډول دې وزارت ته وسپارل شول.
یاد وزارت زیاته کړې، دغه امبولانسونه په عصري طبي وسایلو سمبال دي او د بېړنیو ناروغانو د لېږد او عاجلو روغتیايي خدمتونو په برخه کې به مهم او اغېزمن رول ولوبوي.
دغهراز د عامې روغتیا وزارت مشرتابه د دغو امبولانسونو د مرستې له امله د هند حکومت څخه مننه کړې او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا یو مهم ګام بللی دی.

