د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لیدنه کړې.
بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دې لیدنه کې د افغانستان او متحده ایالتونو د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، فرصتونو او ستونزو هر اړخیزې خبرې شوې دي.
دې لیدنه کې مولوي امیرخان متقي ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او جګړې له پای وروسته، د اسلامي امارت او امریکا تعامل عملا نوي پړاو ته داخل شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، په ګڼو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا فرصتونه شته، چې د دوامداره خبرو له لارې پرې کار کېدلای شي.
دغه راز ښاغلي خلیلزاد په افغانستان کې ډاډمن امنیت او د بیارغونې په برخه کې پرمختګونه ستایلي او د دوه اړخیزو ناستو په دوام یې ټینګار کړی دی.

