د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیزالرحمن په افغانستان کې د ډنمارک د سره صلیب مسول محمدالشمع او کډوالۍ نړیوالې ادارې مرستیال توماس سره د رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې په برخه کې د همکاریو پراختیا په اړه ناسته وکړه.
افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په دې ناسته کې د یادې ټولنې مرستیال د رواني ناروغانو درملنې لپاره د نړیوالو او مرسته کوونکو بنسټونو مرستې مهمې وګڼلې او له ګډونوالو یې د دې ناروغانو د درملنې لپاره د مرستې او ملاتړ غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې مرستیال په دې ناسته کې ډاډ ورکړی، چې افغاني سرې میاشتې ټولنې سره به د رواني ناروغانو د درملنې په برخه کې اړینې مرستې او همکاري وکړي.

