ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عدلیې وزیر د عمره کوونکو د ستونزو پر حل ټینګار کړی

د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي د اړونده ادارو او د حج او عمرې شرکتونو ټولنې له مسولینو سره په لیدنه کې عمرې حج ته د تلونکو افغانانو د ستونزو په ارزونه او حل باندې ټینګار کړی دی.

عدلیې وزارت وایي، دغه ناسته د وزیر په مشرۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی مرستیال مولوي قدرت‌الله جمال، د حج او اوقافو او بهرنیو چارو وزارتونو، د استخباراتو عمومي ریاست، د کابل نړیوال هوایي ډګر د ریاست د استازو، د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رییس او د عمرې حج شرکتونو د ټولنې د رییس په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې سعودي عربستان ته د عمرې ادا کولو په موخه د حاجیانو د سفر اړوند ستونزې بررسي شوې او د نشه‌یي توکو د قاچاق پر مخنیوي، عمرې حج ته د سفر د لګښتونو د کمولو او د ځینو کسانو د نه راستنېدو د حل موضوع او له سعودي عربستان څخه نورو هېوادونو ته د سفر د هڅو په اړه بحث او خبرې وشوې.

دغه‌راز په دې ناسته کې د عدلیې وزیر ویلي، چې سعودي عربستان د نړۍ د مسلمانانو مرکز دی او افغان حاجیان باید هلته له افغانستان څخه غوره استازولي وکړي.

نوموړي  زیاته کړې، چې په دې برخه کې ستونزې کولای شي د افغانستان او سعودي عربستان اړیکې اغېزمنې کړي او پر افغان حاجیانو قیودات هم زیات کړي.

دغه‌راز د اسلامي امارت د عدلیې وزیر ټینګار کړي، چې د نظام حیثیت باید وساتل شي او ټول مسولین باید په دې برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د عمرې حج شرکتونو ټولنې او اړوندې ادارې دې په یاده برخه کې ستونزې ژر تر ژره حل کړي.

همدارنګه په دې ناسته کې مسولینو او د ادارو استازو هم د عمرې حج د سفر په برخه کې د ستونزو د حل په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.

په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال په مشرۍ او د نورو ادارو په غړیتوب یوه کمېټه رامنځته شي، ترڅو په دې برخه کې شته ننګونې او ستونزې بررسي کړي او حل لارې ورته ومومي.