د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د یاد معينيت د مرستیال ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول شول.
دغهراز په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه او همدارنګه د ۱۳۰ ټوکه صادر شویو کتابونو په اړه هم اړینې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې ۳۰ ټوکه هغه کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه رالېږل شوي وو، د ارزونې لپاره د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي او همدارنګه د کتابونو د لېستونو د یوځاي کولو په اړه بحث او اړینې پریکړې وشوې.

