ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان له هرات څخه د غزې خلکو سره د څه باندې ۴۲ میلیونه افغانیو مرسته شوې

په هرات کې د غزې لپاره د ولسي مرستو د راټولولو مسولین وایي، چې تېر یو نیم کال کې له هرات څخه د ۴۲ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت نغدي مرستې راټولې شوې او د غزې خلکو ته لېږل شوې دي.

د دې بهیر مسول مفتي امیر محمد خادم ویلي، تر اوسه د هرات ښار او د لوېدیځ زون ولایتونو د اوسېدونکو له لوري ۱۱۴ مرستندویه محمولې چمتو او استول شوې دي.

د هغه په وینا، په هره محموله کې په منځني ډول له ۵ تر ۱۰ زره امریکايي ډالرو نغدي پيسو، سربېره د جامو، خوراکي توکو او د روژه‌ماتي بستو د پام وړ اندازه شامله وه.

نوموړي زیاته کړې، چې د مرستو د راټولولو لړۍ لا هم روانه ده او هڅه کېږي، څو هره اوونۍ نوې محمولې له هرات څخه غزې ته واستول شي.

همدارنګه ښاغلي خادم له هېوادوالو غوښتي، چې د بشردوستانه مرستو په دوام کې خپله همکاري روانه وساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې په غزه کې د جګړې او پوځي بریدونو دوام د دې سیمې د خلکو بیړنۍ اړتیاوې زیاتې کړې او نړیوالو مرستندویه بنسټونو پرله‌پسې د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او سرپناه د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.