ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره میاشت کې نږدې ۲۱۵ زره کسانو ته د هویت د تثبیت او کاغذي پېژندپاڼو د تایید خدمتونه وړاندې شوي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د هویت د تثبیت او د ارشیف تنظیم ریاست د روان کال په لېندۍ میاشت کې ۹ زره او ۱۰۲ کاغذي پېژندپاڼې تایید کړې دي، چې دوه زره او ۶۰۳ یې په حضوري او شپږ زره او ۴۹۹ نورې یې بهرمېشتو افغانانو ته په غیرې حضوري ډول دي.

یادې ادارې زیاته کړې، د دې ترڅنګ په یاده‌ موده کې د ۲۰۵ زره او ۸۰۹ کسانو هویت هم تثبیت شوی دی.

د یادولو وړ ده، چې د هویت تثبیت، د هېوادوالو د هویتي اسنادو سکن، ډیجیټل او ارشیف‌کول او د پېژندپاڼو د صحت او جعل په تړاو ټولو امارتي ادارو ته د معلوماتو وړاندې کول، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هویت تثبیت او د ارشیف تنظیم ریاست له مهمو مسوولیتونو څخه دي او دا ریاست هره ورځ په بشپړې ژمنتیا د هېوادوالو د هویتي اسنادو ساتنه کوي.