د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولینو د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (ایسسکو) له خوا د اسلامي خطي نسخو په اړه جوړې شوې علمي ناستې کې انلاین ګډون وکړ.
دغه ناسته د ایسسکو د خطاطۍ او خطي نسخو مرکز له لوري (په قزاقستان کې د اسلامي خطي نسخو واقعیتونه او ارمانونه ) په نامه د دې سازمان په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه، چې پکې د افغانستان له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي ارشیف رییس قاري عبیدالله حنیف، د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو رییس محمد شفیق احمدزي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري اتشو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په وینا، له ناستې څخه موخه د اسلامي خطي نسخو وضعیت څیړل، د ساتنې لارې چارې یې او له دې میراثونو څخه په معاصرو څېړنو کې ګټه اخیستل وو.
د ایسسکو سازمان عمومي رییس، خطي نسخې د بشر د تاریخي پوهې له اساسي ارکانو څخه وبللې او د لړلیکونو د نوي کولو او علمي همکاریو په پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
دغه راز یو شمېر قزاقستاني څيړونکو د اسلامي خطي نسخو د ارزښت، ژبنيو تنوع او اوسني حالت په اړه خبرې وکړې.
د ناستې په پای کې د متخصیصیونو له لوري د اسلامي خطي نسخو په اړه د راتلونکو همکاریو پر لارو چارو خبرې وشوې.

