ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور د چمتو شوي مسودې د ارزونې په تړاو مشورتي ورکشاپ جوړ شو

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او رها موسسې په ګډه همکارۍ نن سه‌شنبه د ۱۴۰۴کال د لېندۍ په ۹مه نېټه “د افغانستان چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور” د چمتو شوي مسودې په تړاو مشورتي ورکشاپ جوړ شو، چې پکې د اړوندو وزارتونو، د ملګرو ملتونو ادارو، پوهنتونونو، ملي او نړۍوالو موسسو استازو، متخصصینو او کارپوهانو ګډون کړی وو.

یاد ورکشاپ د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري مرستیال ملا سعدالدین سعید په مشرۍ ترسره شو.

دغه‌راز د ورکشاپ په پیل کې د رها موسسې رییس محمد یوسف حمیدیان د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د راپور د چمتو کولو، اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو په تړاو خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې معلومات ورکړل.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري مرستیال ملا سعدالدین سعید د یاد راپور په اړه خبرې وکړې او دا یې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې په برخه کې ګټور کار وباله.

ښاغلي سعید زیاته کړه، چې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ارزونې راپور با ارزښته کار او غوره اقدام دی.

ملا سعدالدین سعید وویل، اقلیمي بدلون یو داسې ناورین دی چې انسانان، حیوانات او نباتات ترې اغېزمن شوي دي، چې د دې راپور په بشپړیدو سره به د افغانستان شته چاپېریالي ستونزې او ګواښونه په ډاګه شي، په ملي او نړۍواله کچه به د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې ترې اعظمي استفاده وشي.

دغه‌راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي سازمان (UNDP) په استازیتوب ښاغلي سرګي ولکوف خبرې وکړې او زیاته یې کړه، دا راپور د یوې داسې حیاتي موضوع په تړاو جوړ شوی چې د ټولو موجوداتو ژوند ورسره تړلی.

سرګي ولکوف وویل؛ چې اوبه، هوا، خاوره او طبیعي منابع زموږ لپاره د الله تعالی ډالۍ ده او دا زموږ له نیکونو څخه موږ ته په میراث پاتې دي؛ نو موږ ته په کار ده چې له طبیعي منابعو څخه دوامداره او په عقل‌منده توګه استفاده وکړو، هم خپل ژوند جوړ کړو او هم راتلونکو نسلونو ته سالم چاپېریال په میراث پرېږدو.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان سره له دې چې له ډیرو ګواښونو او ستونزو سره مخ دی؛ خو که چاپېریالي ګواښونه په سمه توګه مدیریت شي، نو نورې ستونزې به هم ورسره حل شي.

همدارنګه نوموړي ژمنه وکړه، چې (UNDP) به په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د ورکشاپ په لړ کې د رها موسسې مرستیال انجنیر عزت الله صدیقي د یاد راپور د جوړیدو پروسه د معلوماتي پرزنټېشن په وړاندې کولو سره ګډونوالو ته تشریح کړه او په خپلو خبرو کې یې وویل، چې د لومړي ځل لپاره د افغان متخصصینو لخوا د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په تړاو دوه کلن راپور جوړ شوی.

نوموړي ویلي، چې دا راپور په ۳۴ولایتونو کې د ۵۴۰۰ساحوي سروې‌ګانو، له متخصصینو سره د ۵۰مرکو، ګروپي کارونو او ارقامو ټولګه ده چې نهه فصلونه لري.

په دغه راپور کې د اړوندو وزارتونو، نړۍوالو راپورونو، څېړنو، بهرنیو او داخلي متخصصینو نظرونه او ارقام راټول شوي، چې له تجزیې او شننې وروسته د یوه باتجربه بهرني سلاکار لخوا مرور او اصلاح شوي دي.

د یاد راپور مسوده د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او ملګرو ملتونو اړوند ارګانونو د متخصصینو او کارپوهانو لخو مطالعه او د افغانستان د چاپېریالي لومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره چمتو شوی.

په دې راپور کې د افغانستان د عمومي چاپېریالي وضعیت، ایکوسیستم، د ځمکې استفاده، تخریب او کرنه، د اوبو کمښت او کیفیت، طبيعي پېښې، اقلیمي بدلون، ښاري پراختیا، ککړتیاوې او مدیریت، چاپېریالي معلومات او عامه پوهاوی، چاپېریالي حکومتولي او بنسټیز تقویت تشریح شوي دي، چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې به د افغانستان د تعهد او شته چاپېریالي ستونزو او ګواښونو په ډاګه کولو کې یو معتبر سند وي.

همدارنګه د ورکشاپ په ترڅ کې د رها موسسې د چاپېریالي چارو کارپوه صفي الله خرم له‌خوا د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په راپور کې د ترتيب شویو موضوعاتو او معلوماتو په هکله ګډونوالو ته هر اړخیز معلوماتي پرزنټېشن وړاندې شو.