ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران د ریل پټلۍ رییس د ملا عبدالغني برادر اخوند سره په لیدنه کې؛ غواړي د افغانستان له لارې د ریل پټلۍ ته پراختیا ورکړي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران د ریل پټلۍ ادارې د رییس جبار علي ذاکري په مشرۍ له راغلي پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ پر اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ او د ریل پټلۍ د پراختیا په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.

د ایران د ریل پټلۍ رییس جبار علي ذاکري ویلي، غواړي د افغانستان له لارې د ریل پټلۍ ته پراختیا ورکړي، څو له دې لارې له چین او چین د افغانستان له ستراتیژیک موقعیت څخه په استفادې له اروپا سره وصل شي.

همدارنګه نوموړي وړاندیز کړی، چې په دې برخه کې یوه ګډه کمیټه جوړه شي او له شرکتونو سره خبرې وشي.

 ورپسې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، چې د دې پروژې د ارزښت په اړه یې درې کاله مخکې د ایران اسلامي جمهوريت د ولسمشر له مرستیال سره خبرې کړې وې او د دې پروژې د اقتصادي ارزښت په اړه یې معلومات ورکړي و.

ښاغلي برادر اخوند زیاته کړې، چې په دې برخه کې دې ګډه کمیټه جوړه او هرڅو مره ژر چې کېږي عملي کار دې پيل شي.