ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د زندانونو چارو د سمون ادارې مرستیال د سویس د همکاریو سازمان له استازي لیدنه کړې

د زندانونو چارو د سمون ادارې مرستیال قاري محمد بلال فاتح په افغانستان کې د سویس هېواد د همکاریو سازمان له استازي ایریک مارکلې سره لیدلي او د زندانیانو د ژوند وضعیت، د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه یې خبرې کړې دي.

ښاغلي فاتح په دې ناسته کې ویلي، د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوند زندانونه په اصلاحي او روزنیزو مرکزونو بدل شوي، د هغوي ټول شرعي او  انساني حقونه خوندي او د دیني، عصري او حرفوي زده‌کړو زمینه هم ورته برابره شوې ده.

همدا راز د ښاغلي فاتح په مشرۍ پلاوي د سویس هېواد د همکاریو سازمان له استازي څخه د زندانیانو لپاره تغذیې، روغتیا او ښځينه زندانیانو ته د سپورتي وسایلو برابرولو غوښتنه کړې ده.