د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، چې تېر کال کې د ملي دفاع وزارت د روزل شویو امنیتي ځواکونو شمېر ۱۸۱ زره او ۸۴ تنو ته رسېدلی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په همدې موده کې ۱۰۰ زره او ۳۰۰ پولیس هم د امنیتي، جنايي، سرحدي، لوژستیکي او نورو اړوندو برخو کې روزل شوي او له روزنیزو مرکزونو څخه فارغ شوي دي.
همدارنګه د مولوي ذبیحالله مجاهد په وینا، تېر کال په هېواد کې د اوبو د مدیریت په برخه کې د پام وړ کارونه شوي، چې له مخې یې ۹ لوی بندونه یا بشپړ شوي او یا یې عملي چارې روانې دي او همدارنګه ۳۴۱ واړه بندونه (چکډېمونه) جوړ شوي، چې د اوبو د کنټرول لپاره به ګټور تمام شي.

