ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت ویاند: تېر کال اسلامي امارت د ډیپلوماسۍ او اړیکو په برخه کې ښه پرمختګ کړی

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، تېر کال کې اسلامي امارت له هېوادونو سره د ډیپلوماسۍ او اړیکو په برخه کې ښه پرمختګ کړی.

د ښاغلي مجاهد په وینا، په دې موده کې د روسیې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې سربېره د ریاست‌الوزرا د مرستیالانو په ګډون د کابینې غړو د اقتصادي، سوداګریزو او ښه نیت ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا لپاره ۹۹ بهرني سفرونه کړي دي.

همدارنګه مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، تېر کال له بهرنیو هېوادونو څخه شاوخوا دوه میلیونه او ۸۰۰ زره کډوال او افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې ډېری یې ځای پر ځای شوي، د راستنېدو بهیر یې په ښه ډول مدیریت شوی، اړین خدمات ورته برابر شوي او دا مهال ورته په ښارګوټو کې د ځمکو د وېش لړۍ روانه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې تېر کال په هېواد کې ۳۵ زره او ۲۲۸ تنه پر نشه‌يي توکو روږدو کسانو درملنه شوې او بېرته عادي ژوند ته راګرځول شوي دي.

همداراز، په لویو ښارونو کې ۱۰ زره او ۶۶۴ تنه سوالګر راټول، تثبیت او د هر مستحق کس لپاره د دوه زره افغانیو نغدي مرسته ځانګړې شوې ده.