د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، چې تېر کال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په هېواد کې د څهباندې ۶۰۰ زره یتیمانو، معلولینو او کونډو لپاره ۱۲ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړي.
د ښاغلي مجاهد په وینا، چې له مخې یې هر یتیم او کونډې ته په میاشتني ډول ۲ زره افغانۍ ورکول کېږي.
نوموړي زیاته کړه، د پوهنې وزارت له لوري تېرکال په ټول هېواد کې د ۲۳۸ دیني مدرسو او ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د ښاغلي مجاهد په خبره، له دې ډلې ۱۷ بابه د دیني مدرسو او ۲۲۱ بابه د ښوونځیو ودانۍ شاملې دي.
همدارنګه مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، چې تېر کال د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت لخوا په ټول هېواد کې ۲۲ سترې پروژې پيل شوي.
ښاغلي مجاهد زیاتوي، له دې ډلې یو شمېر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د ۲۰ نورو پروژو تړونونه لاسلیک شوي دي.
دغهراز نوموړي زیاته کړې، تېر کال د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو په وړاندې زیات شوی او د انفلاسیون کچه ټېټه شوې، د خوراکي او نورو لومړنیو توکو بیې د سیمې په پرتله کمې شوي دي.
همدارنګه نوموړي زیاته کړې، هغه هوکړې چې د تېر کال په لړ کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سیمهییزو هېوادونو سره لاسلیک کړې دي په لاندې ډول دي:
۱- د ترجيحي تعرفو او نورو سوداګريزو او ترانزیټي موضوعاتو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هوکړهلیک لاسلیک.
۲ـ د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د ترجیحي سوداګرۍ د هوکړهلیک لاسلیک.
۳- د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ تفاهم یادښت لاسلیک.
۴- د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د همکارۍ د پراختیا په اړه د لارنقشې لاسلیک.
۵- د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د اوزبیکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت ترمنځ د شویو ژمنو د عملي کولو پلان لاسلیک.
۶- د ايران د سیستان او بلوچستان ولایتونو او افغانستان ترمنځ د ګډو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لاسلیک.
دغه راز مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، تېر کال د قوشتېپې کانال د دویم فاز د کېندنې چارې ۹۵ سلنه او د سربند کانال د جوړولو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، د یاد کانال په مسیر کې د ۲۵ پلونو، اوبو کنټرولونکو ساختمانونو او د ترنابونو چارې هم پيل شوې دي.
دغهراز تېرکال د کمال خان بند، د کابل شا او عروس بند او د هرات پاشدان بند پاتې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
همدارنګه د اسلامي امارت ویاند وایي، تېرکال په فراه کې د بخش اباد بند د انحرافي تونلونو، په پکتیکا کې د پلتوني بند او په زابل کې د عمري بند کارونه پيل شوي او ښه پرمخ روان دي.
نوموړي زیاته کړې، دغهراز تېرکال کې په لغمان کې د شاهی کانال، په هلمند کې د نهرسراج کانال او په کجکي کې د برېښنا بند پارچاوۍ د لس متره لوړولو چارې هم ښې روانې دي.

