د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې نن چهارشنبه د ویسټ انډیز پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ او دغه راز د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو ته د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان اتلان به د راتلونکې جنورۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه د ویسټ انډیز پر وړاندې د درېیو شل اوریزو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي، چې دوه نورې لوبې به یې د همدې میاشتې په ۲۱مه او ۲۲مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
همدارنګه دغې ادارې زیاته کړې، چې د یادې لوبلړۍ په پای کې به افغان لوبډله په شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه هند ته سفر وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان په دې اړه ویلي:” افغان اتلانو په تېر شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې بهترینې لوبې ترسره کړې. موږ له هغو لوبو غوره خاطرې لرو او هیله من یو چې په راتلونکي نړیوال جام کې لا غوره پایلې ترلاسه کړو. موږ دغه راز له نړیوال جام وړاندې د ویسټ انډیز کوربه توب کوو او ډاډه یو چې دغه لوبلړۍ به د افغان لوبډلې په تیاریو کې غوره رول ولوبوي او افغان لوبډله به له بشپړ چمتووالي سره په نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړي.”
دغهراز افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر احمد شاه سلیمانخېل ویلي:” موږ د افغان لوبډلې د ټاکلو په اړه تېرو څو ورځو کې له اړوند کسانو سره ژور بحثونه وکړل چې په پایله کې مو دغه لوبډله وټاکله. ګلبدین نایب د غټو سیالیو ښه لوبغاړی دی چې د نوموړي بېرته راتګ ښه خبره ده. د نوموړي ترڅنګ موږ د نوین الحق لپاره هم خوښ یو، چې په راتګ سره یې زموږ د چټکې توپ اچونې برخه نوره هم پیاوړې شي.”
نوموړي زیاته کړې:” په ۱۵ کسیز نوملړ کې د غضنفر نه ټاکل سخته پرېکړه وه، چې پرځای بل پیاوړی توپ اچوونکی یې مجیب الرحمن ټاکل شوی دی. شاهدالله کمال په تېرو څو پړاوه کورنیو سیالیو کې ډېر ښه ځلېدلی دی او موږ ته د یو چپ لاسي توپوهونکی اپشن هم راکوي چې په سترو سیالیو کې ډېر پکارېږي.”
د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبلړۍ او د شل اوریزو نړیوال جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ:
راشد خان لوبډلمشر، ابراهیم ځدراڼ مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او محمد اسحاق ویکټ ساتونکی، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، شاهدالله کمال، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نور احمد، مجیب الرحمن، نوین الحق، فضل الحق فاروقي او عبدالله احمدزی شامل دي.
د دوی ترڅنګ غضنفر، اعجاز احمدزی او ضیاءالرحمن شریفي د احتیاطي لوبغاړو په توګه لوبډلې کې ټاکل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې افغان اتلان د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو په څلورم ګروپ کې له سویلي افریقا، نیوزیلنډ، متحده عربي امارات او کاناډا لوبډلو سره ځای لري او د مهالوېش له مخې به په یادو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د راتلونکي ۲۰۲۶م کال د فبروري میاشتې په اتمه نېټه د نیوزیلنډ پر وړاندې ترسره کړي.

