د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت په خپله اېکس پاڼه د تېر ۲۰۲۵ میلادي کال د لاسته راوړنو په اړه لیکلي، د افغانستان اسلامي امارت په تیر یو کال کې په سیاسي او ډیپلوماتیک ډګر کې د پام وړ فعالیتونه او پرمختګونه لرلي، چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا، باور جوړونې او همکارۍ د پیاوړتیا ښکارندویي کوي.
ملا حمدالله فطرت ویلي، چې د بهرنیو چارو، ترانسپورت او هوايي چلند، صنعت او سوداګرۍ، عامې روغتیا، کورنیو چارو او نورو مهمو وزارتونو لوړپوړو چارواکو ایران، اوزبیکستان، هند، چین، قرغیزستان، سعودي عربستان، اذربایجان او یو شمېر نورو هېوادونو ته رسمي سفرونه کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، دغه سفرونه د سیاسي، اقتصادي، ترانزیټي، سوداګریزو او تخنیکي همکاریو د پراختیا په موخه ترسره شوي دي.
همداراز ملا حمدالله فطرت ویلي، د افغانستان سفارتونه په یو شمېر هېوادونو کې د اسلامي امارت استازو ته سپارل شوي، په روسیه کې د اسلامي امارت سفیر خپل کار پیل کړی او د قزاقستان سترې محکمې له لوري پر اسلامي امارت لګول شوي محدودیتونه لغوه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د سفیر په کچه لوړې شوي او د هند استازیتوب په کابل کې له تخنیکي ماموریت څخه سفارت ته لوړ شوی دی.
د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال ویلي؛ په ورته وخت کې، د رېل پټلۍ، ترانزیټ او زیربنايي همکاریو په برخه کې مهم پرمختګونه شوي، چې له ډلې یې د تورغنډۍ–هرات رېلوي د پراختیا هوکړهلیک له قزاقستان سره لاسلیک شوی او افغان پلاوو د نړیوالو رېلوي، اقتصادي او مالي غونډو کې ګډون کړی دی.
د ښاغلي فطرت په وینا؛ د افغانستان اسلامي امارت همداراز په بېلابېلو نړیوالو او سیمهییزو فورمونو، لکه د دوحه فورم، مسکو فورم، ECO او اسلامي مالي خدماتو د بورډ غونډو کې رسمي ګډون کړی، چې دا د هېواد د فعال حضور او تعامل څرګندونه کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ چې سربېره پر دې، د اداري اصلاحاتو په لړ کې ۳۰ نوې ولسوالۍ د هېواد د اداري واحدونو جوړښت ته اضافه شوې او په جرمني کې د افغانانو لپاره د پاسپورټ چاپ بهیر له څو کلن ځنډ وروسته بیا پیل شوی دی.
همدارنګه ملا حمدالله فطرت ویلي، چې ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د تېر کال په بهير کې د ټولګېټونو، ترمينلونو، تيرپارکونو او نورو برخو کې (۳۵) پروژې پيل کړې دي او د دې تر څنګ د ترمينلونو، اداري ودانيو، احاطوي ديوالونو او تيرپارکونو په برخه کې څه باندې (۲۰) پروژې ګټه اخېستنې ته سپارل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، همدارنګه کابل ښار کې د ښاري نظم په موخه ۶۴ ښاري ترمينلونه تثبيت شوې، چې اوس مهال يې د ځمکو د تصفيې بهير روان دی.
د ښاغلي فطرت په وینا، دغهراز د ټرانسپورتي تاسيساتو جوړولو په موخه په ټول هېواد کې ټولټال څه باندې ۲۵زره جريبه ځمکه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته لېږدول شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې دا ټول پرمختګونه د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي تعامل، سیمهییزې همکارۍ او نړیوال حضور د پراختیا په لور مهم ګامونه بلل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې دا ټول پرمختګونه د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي تعامل، سیمهییزې همکارۍ او نړیوال حضور د پراختیا په لور مهم ګامونه بلل کېږي.

