د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتوته سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې راستنو شویو افغانانو ته د مرستو رسولو او د اړوندو چارو پر وړاندې د شته خنډونو د حل په اړه خبرې شوې دي.
د یوناما مرستیال اندریکا راتوته د کډوالو چارو وزارت له همکارۍ او له اغېزمن کار څخه په خوښۍ ویلي، چې روان زیـږدیز کال د ملګرو ملتونو ادارو د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه دوه نیم میلیارده امریکايي ډالره مصرف کړي دي، چې دا له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د مرستو ژمنتیا په ډاګه کوي.
ښاغلي راتوته د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ زیاته کړې، چې د کډوالو د بېرته راتګ له امله په لنډه موده کې د افغانستان د وګړو شمېر لس سلنه ډېر شوی، چې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو په هڅو وضعیت په ښه ډول مدیریت او له ناورین څخه مخنیوی شوی دی.
د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما مرستیال د کډوالو او بېځایه شویو په برخو کې د اسلامي امارت له ادارو سره پر لا ډېره همکارۍ او همغږۍ ټينګار کړی او یادونه یې کړې، چې د راتلونکی کال لپاره د کډوالو د اړتیاوو مشخصولو په موخه به له کډوالو چارو وزارت سره ګډ کار ته دوام ورکړي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام په هېواد کې د کډوالۍ د دایمي حل د مسودې پر چارو خوښي څرګنده کړې او دغه راز یې له پاکستان څخه افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پر رالېږد خپل وړانديزونه له ښاغلي وزیر سره شریک کړي دي.
دغهراز د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر ښاغلي اندریکا راتوته او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانانو سره یې د ملګرو ملتونو له مرستو مننه کړې ده.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت په روان ژمي کې له راستنو شویو سره د بېړنیو مرستو پلان چمتو کړی، چې په ټول افغانستان کې به پلی شي او په هر ولایت کې به له زرو کورنیو سره د خوراکي توکو ترڅنګ نغدي مرسته هم وشي.
نوموړي زیاته کړې، چې د کډوالو چارو وزارت د اهل خیر خلکو په همکارۍ راستنو شویو ته د مرستو لړۍ پیل کړې او تمه یې څرګنده کړې ده، چې زرګونو کورنیو ته به اړتیا وړ خوراکي مواد ورسېږي.
د ناستې پر دوام مولوي عبدالکبیر د خوړو او سرپناه په برخه کې د راستنو شویو د ستونزو اړوند موضوع ګانې د یوناما له مرستیال سره شریکې کړي او یادونه یې کړې، چې د یوناما پر وړاندیزونو به غور وکړي.

