د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، چې اسلامي امارت د ټاپي، کاسا زر، افغان ټرانس، ټوټاپ او ټاپ پروژو د تطبیق لپاره زمینه برابره کړې ده.
ښاغلي مجاهد ټینګار کړی، چې افغانستان د سیمهییز اتصال په برخه کې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د ترانزیټ او د انرژۍ لېږد لپاره تر ټولو پر نږدې او امنه لار بدل شوی دی.
دغهراز نوموړی وايي، چې افغانستان اوسمهال د کرنیزو محصولاتو، درملو، خوراکي توکو او لاسي صنایعو په ګډون ۲۴ سکټورونو کې تولیدات لري.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې؛ د صنعت په سکټور کې د پانګونې لپاره ښه او پراخه زمینه برابره شوې، کورني او بهرني پانګوال کولای شي په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د اسلامي امارت ویاند وايي، چې همدارنګه د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې ۱۶ کیلومتره پیپ غځول شوی او د ۸۷ کیلومتره نور لپاره هم زمینه برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، د پیپونو په را رسېدو سره به هره ورځ یوه کیلومتر پيپ اچول کیږي او تر هراته ۶۶ کیلومتره مساحت پاتې چې د ګازو نللیکه هرات ښارته ورسېږي.
ښاغلي مجاهد په وینا، تېر کال د هېواد په هره ولسوالۍ کې د یوه ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو امر وشو، چې له دې ډلې د ۵۰ روغتونونو چارې پیل شوي او د نورو لومړني کارونه تر کار لاندې دي.
نوموړي زیاته کړې، دغه روغتونونه چې شمېر یې ۳۱۸ ته رسېږي، ورسره به د هېواد په روغتیایي برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

