د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې، د دې ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د شېدو پروسس یو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد مرکز د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد، د قرغیو ولسوالۍ مرستیال مولوي روحالله هماد، د مالدارۍ او څارویو د روغتیا امر ډاکټر جوادالله علیزاده، د قرغیو ولسوالۍ د کرنیزو چارو عمومي مدیر، د سیمې ګڼ شمېر مالدارانو او فارم لرونکو ګډون کړی و.
په دې مراسمو کې د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد ویلي، د شېدو پروسس کولو د دغه مرکز جوړېدل به د مالدارانو لپاره د لبنیاتو د پروسس، بازارموندنې او د حیواني محصولاتو د ضایعاتو د مخنیوي په برخه کې مهم او اغېزمن رول ولوبوي.
نوموړي زیاته کړې، چې یاد مرکز د ازادې داوطلبۍ له لارې یو خصوصي قراردادي ته په قرارداد ورکړل شوی، چې له دې لارې به یو اندازه عواید د دولت خزانې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه مرکز په ورځني ډول د پینځه زره لیتره شېدو د پروسس وړتیا لري.

