له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د تېرې ادارې دوو نظامي پیلوټانو ته، چې په دې وروستیو کې هېواد ته راستانه شوي و، د مصوونیت کارتونه ورکړل.
دغه پیلوټان چې د اړیکو کمېسیون له لارې هېواد ته راستانه شوي ویلي، د ناسمو تبلیغاتو له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي و؛ مګر له راستنېدو وروسته له هېڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي.
دوی په خپل راتګ خوښي څرګنده کړې او د اسلامي امارت له همکارۍ څخه یې مننه کړې ده.
دغه راز دوی په هېواد کې پر شته امنیت خوښي ښودلې او ټینګار یې کړی چې له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

