د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، چې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۷ کلنه شخړه، چې یو کس پکې وژل شوی او بل ټپي شوی و، د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د استازو په هڅو، د قومي مشرانو او ځایي اوسېدونکو په همکارۍ حل او فصل شوه.
یادې شخړې د دواړو لوریو ترمنځ د پراخو مالي تاوانونو ترڅنګ ګڼې ټولنیزې ستونزې رامنځته کړې وې.
ورته مهال، د کاپیسا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت مسولینو د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې روانې شخړې ته د پای ټکی کېښود.
په دې شخړه کې دوه کسان وژل شوي وو او ژور اختلافاتو شتون درلودلو، چې د مسولینو په هڅو پای ته ورسېدل.
همداراز، د کونړ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسولینو په دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر راپورته شوې شپږ کلنه شخړه هواره کړه، چې دواړو لوریو ته یې د اوږدې تربګنۍ ګڼې ناخوالې زېږولې وې.

