د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ایران د کار، تعاون او ټولنیزي هوساینې د مرستیال وزیر سید مالک حسیني په مشرۍ یوه پلاوی کابل ته راغلی دی.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دغه پلاوی نن (یک شنبه) کابل ته راغلی، چې د یاد هېواد د خارجي اوسېدونکو د اشتغال مدیر، د کاري اتشو ګروپ او دوه اړخیزه اړیکو رییس او ځیني نور چارواکي په کې شامل دي.
په خبرپاڼه کي راغلي، چې یاد پلاوی به د کار او ټولنیزو چارو له وزیر ملا عبدالمنان عمري سره د لیدنې پر مهال د دوه اړخیزو اړیکو، کاري ځواک د تبادلې، د فني او حرفوي زدهکړو پر څرنګوالي او په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کارګرو پر حقوقو او خوندیتوب خبري وکړي.

