د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۱۴مه نېټه په کندهار ولایت کې (د الجامعة الاسلامیة دارالعلوم کندهار) د لومړۍ دورې فارغانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ.
ملا عبدالغني برادر اخوند اسلامي مدارس د ټولنې د اصلاح، د دیني علم، جهاد، فکري روزنې او د اسلامي نهضت مهم بنسټونه وبلل او ویې ویل، د افغانستان د ۲۰ کلن اشغال د پای ته رسولو لپاره د عام ولس ترڅنګ علماوو هم بې شمېره قربانۍ ورکړې او د همدوی د قربانیو له امله نن په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شوی.
دغهراز نوموړي پر علماوو غږ وکړ، چې له دیني حکمت څخه په استفادې خلک په نرمه ژبه سمې لارې ته راوبولي او هېچا ته هم د پيغور او په تیزه ژبه خبرې ونه کړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره په سیاسي او اقتصادي مشارکت باور لري، دا مشارکت د تېرو څلورو کلونو پرمهال پياوړی شوی او د علماوو، علمي شخصیتونو او مسلکي کارکوونکو د مشورو او نظریو پر اساس ولاړ دی.
د نوموړي په خبره، په افغانستان کې په مقایسوي توګه اوسنی سیاسي قدرت د ټولو په نسبت ثابت او متعادل ساتل شوی، د نظام او حکومت په چوکاټ کې موازي سیاسي جریانونه، مخالف جهتونه او د ملي پرېکړو پر وړاندې تهدیدوونکي اعمال له منځه تللي او له بلې خوا اداري مشارکت، اداري شفافیت، د اقتصادي زېربناوو جوړول، د عامه خدمتونو وړاندې کول او ملي رضایت لوړ شوی.
ملا عبدالغني برادر اخوند په ټولو هېوادونو غږ وکړ، چې په سیمه ییز او نړیوال فعال مشارکت کې د افغانستان اسلامي امارت له بالقوه ظرفیت او پياوړې ارادې څخه مناسبه ګټه واخلي.
نوموړي ویلي: «یو امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت ګڼل کېږي، هېڅوک باید فرصتونه په تهدیدونو بدل نه کړي.»
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت له لوري به د هېچا حقوق او امانت ضایع نشي، ټول هېوادوال باید د هېواد په امنیت، ابادۍ او بیارغونه کې د خپل حکومت ترڅنګ ودریږي.
نوموړي په پای کې )د الجامعة الاسلامیة دارالعلوم کندهار( څخه ۱۰۰۰ فارغو شویو فاضلانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، چې په خپل علم عمل وکړي او خلکو ته یې وښيي.

