د اسلامي امارت د لوړو پوړو چارواکو په شتون کې نن د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د نغلو ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دستګاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزار اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور، د امارتي شرکتونو عمومي رییس مولوي احمد جان بلال، د برېښنا شرکت اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او د اسلامي امارت یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې مراسمو کې وویل، د هېواد د اړتیا وړ برېښنا برابرولو لپاره جدي هڅې روانې دي.
ښاغلي حنفي زیاته کړه، افغانستان پخوا ۲۰۰ میګاواټه برېښنا درلوده؛ مګر د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یوازې په یو کال کې د یو زر او ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه شوې ده.
نوموړي وویل، چې اوس مهال د هستوګنې برخې لپاره له ۵ زره زيات او صنعتي برخې ته بيا ۱۰ زره مېګاواټو زياتې برېښنا توليد سرچينو ته اړتيا لرو.
ښاغلي حنفي زیاته کړه، په همدې موخه نن د نغلو ۲۲.۷۵ مېګاواټه پروژه عملآ ګټې اخيستنې ته سپارو او کولی شو، چې له ۲۳ زره زياتو کورنيو ته برېښنا ورسوو.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال د افغانستان برېښنا شرکت او ګډونوالو شرکتونو څخه د دې سترې پروژو د چارو بشپړاوي په پار مننه کوم؛ برېښنا د عصري ژوند سره تړلي اړتيا ده.
ښاغلي حنفي وویل، له بده مرغه هېواد کې په پوره اندازه د اړتیا وړ برېښنا توليد او واردات نه لرو، د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان برېښنا شرکت په هڅو اوس له ۱۲۰۰ مېګاواټو د زياتې برېښنا توليد پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.
ښاغلي حنفي دغه راز له هېوادوالو وغوښتل، چې په هېواد کې د برېښنا د کمښت ستونزې په پام کې نیولو سره د برېښنا سپما ته پاملرنه وکړي.
همدارنګه د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور وویل، اوس مهال د ملت او اسلامي امارت؛ د ارګ او منبر تر منځ واټن له منځه تللی دی.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت خپلو ژمنو ته ژمن پاتې دی او د خلکو غوښتنو ته یې لومړیتوب ورکړی دی.
شیخ نورالحق انور وویل، د برېښنا انرژي د هېواد د پرمختګ په هدف؛ اساسي اړتيا ده او د اسلامي امارت مسولين د ولس له منځ را وتلي شخصيتونه دي؛ تر بل هر چا د ولس اړتيا ښه درک کوي او په دې برخه کې دوامداره هلې ځلې کوي.
د ښاغلي انور په وینا، افغانستان له لسګونه کلونو وروسته د یو ژمن او خپلواک نظام څښتن شوی دی.
دغهراز د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایيوي ریيس ډاکټر عبدالباري عمر په دې مراسمو کې وویل:” ډېر خوښ يم، چې نن يو ځل بيا د هېواد د ابادۍ او ښيرازۍ غونډه کې را يو ځای شوي يو. نن موږ د سروبي ۲۲.۷۵ مېګاواټه لمرېزې برېښنا دستګاه ګټې اخيستنې ته سپارو”.
نوموړي د دغو سترو پروژو د ګټېاخیستنې له پیل څخه د هېواد ټول ولس او د اسلامي امارت د رهبرۍ غړو ته مبارکي وویله او هیله یې وښوده، چې انشاءالله افغانستان به یوه ورځ د برېښنا صادروونکی هېواد شي.
ښاغلي عمر وویل، چې هېواد کې ورځ تر بلې صنعت مخ په پراختیا دی، داسې کارخونې هم اوس فعاليت لري، چې ۴۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، چې دا د دوو ولايتونو په تناسب برېښنا ده؛ د نغلو لمرېزه دستګاه به تر يوه بريده دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایيوي ریيس په وینا همدا شېبه، موږ پر خورا سترو پروژو کارونه پيل کړي دي د ډبرو سکرو، بادي او لمريزې برېښنا توليد ګڼې پروژې تر کار لاندې دي او يوازې د عزيزي بنسټ پر ۱۶ پروژو له دغه بنسټ سره له نږدې کار کوو.
ډاکټر عبدالباري عمر وویل، برېښنا په اوسني عصر کې د انسان په بدن کې د وينې جريان په څېر ارزښت لري، موږ د اقتصادي او سياسي خپلواکۍ په مسير کې برېښنا انرژۍ توليد ګڼو توليدي سرچينو څخه ګټې اخيستنې ته مخه کړې.
نوموړي زیاته کړه، هېواد کې د ۴۷ کلونو ناخوالې را پاتې دي، چې د ناخوالو ځپلي داسې يوه هېواد ابادول اسانه چاره نه ده.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس وویل، چې بېلابېلو سکتورونو کې اوسنۍ روانې ابادۍ پرته له بهرني ملاتړ پلي کېږي.
نوموړي زیاته کړه، د ګنو اقتصادي ګټو سره مل د نغلو لمریزې برېښنا تولید دستګاه جوړولو سره د افغانستان اسلامي امارت د چاپيريال ساتنې برخه کې خپله ژمنتيا ثابتوي او دا د هوا ککړتيا مخنيوي کې خورا مهم لومړيتوب دی.
د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس ډاکتر عبدالباري عمر وویل، برېښنا شرکت ته له تېرې ادارې را پاتې لسګونه میلیونه ډالره پور یې په درېیو کلونو کې ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړه، د هېواد د برېښنا شبکه په تېر وخت کې نیمګړې پاتې وه، چې د ښه والي لپاره یې شاوخوا ۵ میلیارده افغانۍ ځانګړې شوې دي.
د ښاغلي عمر په وینا، د صنعت کارانو او کورونو لپاره د برېښنا برابرولو په برخه په ټول هېواد کې کار دوام لري.
همدارنګه د امارتي شرکتونو عمومي رییس مولوي احمد جان بلال په دې راسمو کې وویل، په روان کال کې اسلامي امارت په ټول هېواد کې د بېلابېلو لویو پروژو کارونه بشپړ او د ځینو چارې پیل کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ لپاره مهم ګامونه اخیستي.
مولوي احمد جان بلال وویل، د اسلامي امارت د ولس هوساينې په موخه په سياست، اقتصاد او هر ډګر کې پراخې هڅې پيل کړي؛ د امنيت شتون اوس د هېواد د ځان بسياينې لپاره ښه بستر غوړولی.
نوموړي زیاته کړه، د برېښنا سکتور ګنې پراختيايي پروژې تر کار لاندې دي او بېلابېلو ولايتونو کې د برېښنا انرژۍ سکتور لويې پروژې پرانيستل شوې، چې د چارو په بشپړاوي سره به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
همدارنګه د ۷۷ قراردادي شرکت مسول سليمان جيليف په دې مراسمو کې وویل، چې افغانستان اسلامي امارت د دوامداره ملاتړ، موږ لپاره په افغانستان کې د پراخې پانګونې ټول اړين سهولتونه رامنځته کړي دي.

