د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ ترکیې ته تللي پلاوي په یاد هېواد کې د FUJIFILM HEALTH CARE په نوم د یوه نړیوال جاپاني شرکت له استازو سره لیدنه کړې.
د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د یاد شرکت استازو د پرمختلوو طبي وسایلو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورته مهال د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، پرمختللي طبي وسایل د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا او معیاري روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره مهم او اړین وبلل او ویې ویل، چې پر وخت او معیاري تشخیص د درملنې لګښتونه کموي او د روغتیایي خدمتونو کیفیت ښه کوي.
دغه راز مولوي عبدالولي حقاني زیاته کړې، هڅې روانې دي چې د هېواد روغتیایي سیستم او روغتونونه په پرمختللو طبي وسایلو تجهیز او سمبال شي.

