ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالولي حقاني په ترکیه کې د «کرین کمپنیو ګروپ» له رییس سره په لیدنه کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې کړي

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په ترکیه کې د خپل سفر پر مهال د «کرین کمپنیو ګروپ» له رییس او د رهبرۍ له ټیم سره لیدنه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، د دې لیدنې موخه هېوادوالو ته د سیمې په کچه د معیاري روغتیایي خدمتونو وړاندې کول او د روغتیایي سیستم د پیاوړتیا په هدف نويو طبي تجهیزاتو ځای پر ځای کول وو.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو، نويو طبي تجهیزاتو د کارونې او معیاري روغتیایي خدمتونو د لا پیاوړتیا په اړه هر اړخیز بحثونه کړي دي.

دغه راز، مولوي عبدالولي حقاني د یادې کمپنۍ د طبي توکو نندارتون څخه هم لیدنه کړې او ویلي یې دي: «د ښه او معیاري تشخیص او درملنې بنسټ له عصري طبي تجهیزاتو، معیاري لابراتواري موادو او باکیفیته درملو سره تړاو لري؛ عامې روغتیا وزارت به د روغتیایي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.»