د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو رییس دوکتور رفیع الله صمیم په کابل کې د اندونیزیا سفارت له شارژدافیر ډاکټر نندا ایوالیست سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د کلتوري اړیکو پر دوام او پیاوړتیا خبرې شوې دي.
د عامه کتابتونونو رییس دوکتور رفیع الله صمیم د اندونیزیا سفارت شارژدافیر ته د عامه کتابتونونو ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي او له دغه ریاست سره یې د اندونیزیا د ترسره کړيو همکاریو د مننې تر څنګ د لا زیاتو او دوامدارو همکاریو غوښتنه کړې ده.
دغه راز د اندونیزیا سفارت شارژدافیر ډاکټر نندا ایوالیست د افغانستان له عامه کتابتونونو ریاست سره د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، هېواد به یې د څېړنیزو او کلتوري پروګرامونو د ترسره کولو او د دغه ریاست د تجهیز په برخو کې پوره همکاري وکړي.
د لیدنې په پای کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او کلتوري تجربو پر شریکولو او د کلتوري اړیکو پر پياوړتیا ټینګار شوی او د دغهراز د اندونيزيا هېواد له لوري د افغانستان عامه کتابتونونو رياست ته يو پايه اسکنر هم ډالۍ شوی دی.

