د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده د ترکیې هېواد د پانګوالو له یوې ډلې او د عوفي بهرام شرکت له ریيس سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ترکي پانګوالو افغانستان کې په اوبیزو پروژو پانګونې ته لېوالتیا او د پروژو د پلي کولو برخه کې پانګونې او مشارکت ته بشپړ چمتووالی ښودلی دی.
همدا راز د یاد وزارت مرستیال د کابل – پنجشېر د اوبو لېږد پروژه، د للندر شاتوت بند پروژه او څو نورې مهمې پروژې وړاندیز کړې دي.
ورته مهال ترکي پانګوالو هم همکارۍ ته د لېوالتیا په څرګندولو سره ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د اوبیزو پروژو د پلي کولو په برخه کې پانګونې او مشارکت ته بشپړ چمتووالی لري او نور عملي اقدامات به تر لاس لاندې ونیسي.

