د افغانستان کرېکټبورډ غوراوي کمېټې د ۲۰۲۵ کال ۱۹ کلنو ځوانانو اسیا جام ته د محبوب تسکین تر لوبډلمشرۍ لاندې ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې.
د افغانستان کرېکټبورډ په وینا، د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د راتلونکې دسمبر میاشتې په ۱۲مه نېټه د افغانستان په کوربتوب پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې د متحده عربي اماراتو په دوه لوبغالو کې به ترسره شي.
دغه بورډ زیاته کړې، چې د ۲۰۲۵م کال اسیا جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې محبوب خان تسکین (لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی)، خالد احمدزی (ویکټ ساتونکی)، عثمان سادات، فیصل خان شینوزاده، عزیرالله نیازی، عزیز الله میاخیل، نظیف الله امیري، خاطر خان ستانکزی، نصرت الله نورستانی، عبدالعزیز خان، سلام خان احمدزی، واحدالله ځدراڼ، زیت الله شاهین، روح الله عرب او حفیظ الله ځدراڼ شامل دي.
دغهراز د دغې لوبډلې تر څنګ عاقل خان، سهیل خان، فهیم قاسمي او عزت نور شېرزاد د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستل شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې مشر احمد شاه سلیمانخیل په دې اړه ویلي: «افغان لوبډلې په تېرو څو میاشتو کې په خوست او ننګرهار ولایتونو کې ګڼ شمېر تمریناتي کمپونه او غوره چمتووالی ترسره کړی دی. د دغو تمریناتو او چمتووالي پرمټ افغان لوبډلې په بنګله دېش او اسیا جام سیالیو کې خورا ښې لوبې ترسره کړې. موږ ډاډه یو چې د بنګله دېش او هند پر وړاندې سیالیو کې به افغان لوبډلې لا زیاته چمتو شوې وي او هیله من یو چې افغان ځوانان به په راتلونکو اسیا جام سیالیو کې به غوره لوبې نندارې ته وړاندې کړي. »
د یادونې وړ ده، چې افغان لوبډله د یادو سیالیو په دویم ګروپ کې د بنګله دېش، سریلانکا او دویم کوالیفایر لوبډلې سره، چې په نږدې ورځو کې به په ډاګه شي، ځای لري او خپله لومړۍ لوبه به د راتلونکې دسمبر میاشتې په ۱۳مه نېټه د بنګله دېش د نوولس کلنې کم عمره لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

