ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۵ کلنه دښمني د مسولینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده

​د خوست ولایت په علي شېرو او تېرې زایو ولسوالیو کې د دوو کورنیو تر منځ ۴۵ کلنه پخوانۍ دښمني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده او دواړو کورنیو یو بل وبښل.

​په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت په یاد ولایت کې د روغې جوړې په چټک بهیر خوښي وښوده او په ورته وخت کې یې له ټولو دښمندارو کورنیو غوښتنه وکړه، چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي او په خپلو کې په صمیمیت او ورورولۍ ژوند وکړي.

​همداراز، د خوست امنیه قومندان ملا عبدالله حماد ښکېلو اړخونو ته د روغې جوړې مبارکي وویله او له ولسونو یې وغوښتل، چې د دښمنیو او شخړو لړۍ پای ته ورسوي او د سولې په فضا کې یو ځای ژوند وکړي.

​ورته مهال په دې غونډه کې یو شمېر ګډونوالو، له قومي مشرانو او ښکېلو کورنیو مننه وکړه، چې د کلونو پخوانۍ دښمني یې د خبرو له لارې حل او د سولې لار یې غوره کړه.