د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ درېدلو، د پاکستان متزلزله اقتصاد تر سخت فشار لاندې را وړی او د دغه هېواد سوداګرۍ، تولید او صادراتو شدید زیان لیدلی دی.
هندي رسنۍ «انډیا ټوډې» خبر ورکړی، چې د یادو سوداګریزو لارو بندېدل، پاکستان کې د توکو د کمښت، د بیېو لوړېدو او تولیداتو کې د پراخې ګډوډۍ لامل شوی دی.
د راپور پر بنسټ، د پاکستان د کرنیزو محصولاتو سربېره د سمنټو او درمل تولیدي سکټورونو تر نورو زیات زیان لیدلی دی.
په راپور کې راغلي، چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، افغانستان د ایران، هند او منځنۍ اسیا له لارې بدیلو مسیرونو ته مخه کړې ده.

