ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي قدرت الله جمال د روسیې د علم او کلتور کور له ریيس سره لیدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال د روسیې د علم او کلتور کور له رییس سرګي سټوپاچف او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د روسیې د علم او کلتور کور رییس د کلتوري پراختیا برخه کې ځانګړې لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي چې: « ۲۰۲۵ کال د افغانستان او روسیې لپاره تاریخي کال دی، د اسلامي امارت د رسمیت پیژندنې برخه کې روسيې ژر عملي ګامونه واخېستل.»

ښاغلي سټوپاچف زياته کړې، راتلونکي کال به په کابل کې یو لوی «کلتوري او روزنیز فورم» جوړ شي، دغه فورم به د کلتور، ژبې، میراث او نوښت تر عنوان لاندې وي، په د فورم کې به د افغانستان د ګرځندوی لپاره مستند او تبلیغاتي پروګرامونه جوړ او په روسیه کې نندارې ته وړاندې شي.

نوموړي ویلي، یاد فورم کې به د ګرځندوی په برخه کې د پانګونې د جذبولو زمینه هم برابره شی.

 دغه‌راز ښاغلي سټوپاچف د اسلامي امارت د پراختیایي پروژو ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده، چې دوی غواړي د روسي سیلانیانو جریان افغانستان ته زیات شي.

همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال روسیه د هغو لومړنیو هېوادونو په توګه یاده کړې، چې د برېتانوي ښکېلاک وروسته یې افغانستان په رسمیت وپیژند او د روسیې فدراسیون لخوا د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو سره، تاریخ یو ځل بیا تکرار شو.

 ښاغلي جمال په هېواد کې په عمومي ډول او په ځانګړي ډول سیلانیانو لپاره امنیت، یو ښه فرصت ګنلی او د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا یې د روسي سیلانیانو د هرکلي لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړی.

نوموړي ویلي، افغانستان هغه هېواد دی، چې سیلاني سیمې، طبیعی ښکلا او تاریخي سیمې، مذهبی اثار، عنعنوی کلتور، ښه خواړه او لاسي صنایع لري، مونږ نه یوازې روسي سیلانیانو ته بلنه ورکوو، بلکې په دې برخه کې د پانګونې لپاره هم ډیر ښه فرصتونه شتون لري، تر څو له دې فرصتونو څخه ګټه واخلي.

په پای کې دواړه لوريو په کلتوري او توریستي برخو کې په دوامداره همکاريو ټینګار کړی دی.