ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ نيکې او ښې اړيکې غواړي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا برادر اخوند، د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد يعقوب مجاهد، د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدین حقاني، د استخباراتو ریيس ملا عبدالحق وثيق او د کابينې يو شمېر نورو غړو او سفيرانو په شتون کې د پوليسو اکاډمۍ د څوارلسمې دورې فراغت غونډه کې ګډون کړی.

د رياست الوزرا اداري مرستيال په پيل کې د کورنيو چارو وزارت له سرپرست او رهبري پلاوي او د پوليسو اکاډمۍ مسولينو څخه مننه کړې او د دغو افسرانو د فراغت له امله يې د کورنيو چارو وزارت رهبرۍ، پخپله هغوی، کورنيو او د پوليسو اکاډمۍ استادانو ته مبارکي ویلې.

مولوي عبدالسلام حنفي د امنيت تامين، د جرايمو کشف، د عدالت تامین، د نظام، ارزښتونو، سرحدونو او خلکو د ساتنې، فساد سره مبارزې او د نشه يي توکو کر، تجارت، قاچاق او استعمال مخنيوي لپاره د مسلکي پوليسو لرل اړين بللي او د پوليسو روزل يې د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه یاد کړي.

نوموړي ویلي، مسوولين د مسلکي پوليسو د روزنې او د هغوی تقويت لپاره خپلې هڅې کوي او هغوی ته به هر ډول امکانات برابر کړي.

ښاغلي حنفي زیاته کړې، اوس د امنيتي بنسټونو په چوکاټ کې د مجاهدينو د هڅو په نتيجه کې سرتاسري امنيت رامنځته شوی، هېڅوک نشي کولی د چا په حقونو تېری او ورسره ظلم وکړي او که د هر چا له لوري د خلکو امنيت مختل او په  حقونو يې تېری وشي، نو د امنيتي ځواکونو له لوري به ګير او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي، اوسمهال د دفاع، کورنيو چارو وزارتونو او استخباراتو رياست په چوکاټ کې په اټکلي ډول ۴۰۰ زره امنيتي او دفاعي ځواکونه خدمت کوي، چې له عادي خلکو سره د توپير لپاره بايد هغوی په نظامي یونیفورم ملبس وي.

مولوي عبدالسلام حنفي له ګاونډيو، سيمې او له سيمې هاخوا هېوادونو سره د اړيکو په اړه ویلي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ نيکې او ښې اړيکې غواړي.