د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو ته ویلي، هغه هېوادونه چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته ژمن دي او زموږ له سوداګرو سره ښه چلند کوي، مننه ترې کوو.
نوموړي زیاته کړې، نن چې د افغانستان اقتصادي وضعیت د پرمختګ په لور روان دی دا د سوداګرو او صنعتکارانو د هڅو پایله ده او دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت پر ښهوالي نړۍ هم اعتراف کوي.
ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ د یو هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره امنیت ډېر مهم دی، چې له نېکهمرغه په افغانستان کې اوسمهال سرتاسري امنیت تامین شوی.
له همدې امله په کور دننه او بهر کې له مېشت افغان پانګوالو څخه غوښتنه کوو، چې راشي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.
ښاغلي برادر په وینا، د افغانستان اسلامي امارت د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د متقابل احترام او تعامل پربنسټ ښې اړيکې غواړي، په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان مهاجرینو سپکاوی دوی ته د منلو وړ نه دی او دغه راز یې له یادو هېوادونو څخه د متقابل احترام غوښتنه کړې.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي؛ په هرات کې د رامنځته شوې زلزلې او د اوښتو ځاني او مالي زیانونو د څېړنې او د حالاتو د نېږدې کتلو په موخه به یاد ولایت ته سفر وکړي.
همدارنګه له پانګوالو او شتمنو هېوادوالو یې غوښتنه کړې، چې په دې سخت حالت کې دې د هرات او شاوخوا ولایتونو د زلزله ځپلو کورنیو لاسنیوی وکړي.